اقتصاد

د بغلان ولايت د نفتي توکو او د اوبلن ګاز د ادارې په عوايدوکې زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
د روان کال په تيرو شپږومياشتوکې د تيرکال د همدې مودې په پرتله د بغلان ولايت دنفتي موادو او د اوبلن ګاز د ادارې په عوايدوکې پنځه مليونه افغانۍ زياتوالى راغلى دى .
دبغلان ولايت دنفتي توکو او د اوبلن ګاز لوى مدير کريم شاهين باخترآژانس ته وويل: دغه مديريت د ليتري او د رويکارو ټانکرونو د کميشن او د دغې ادارې د جايدادونو او ملکيتونو د اجارې له ټولولو څخه د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې ټولې پنځلس مليونه افغانۍ په بانک کې تحويلې کړې دي .
ده زياته کړه: دغه شمېرنه د هغو لسو مليونو افغانيو په پرتله چې د تيرکال په لومړيو شپږو مياشتوکې راټولې شوې وې؛ د دغې ادارې په عوايدوکې د پنځو مليونو افغانيو زياتوالى ښيي.
  شاهين زياته کړه چې همدا اوس دبغلان ولايت په کچه ټول د تيلو د ويش يو سلو  دوه رويکاره ټانکونه فعال دي چې يوولس يې دولتي دي او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه په استفادې سره په ستندرد ډول مونتاژ او درول شوي دي او د استفادې وړ ګرځيدلي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په معياري ډول د اته نوي مليونو افغانيو په لګښت د نفتي توکو د لوى مديريت په انګړکې د درې سوه اتيا متره مربع ځمکې په ساحه کې  د پنځه سوه ټنو په ظرفيت د اوبلن ګاز د تاسيساتو د جوړولوکار دوام لري چې د جوړولو کار يې په راتلوونکو دوو مياشتوکې بشپړيږي او د بغلان ولايت د خلکو  ټولې ستونزې به لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته