کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر
د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو وزارت د څه دپاسه ١٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د دغه وزارت او بيلابيلو موسسو ترمنځ د ګډ تفاهم ليک د لاسليک کولو خبر ورکړ.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت له لورې خپره شوې ده ليکل شوي دي چې د١٠ ميليونو ٤٢٧ زرو ٣٩١ امريکايي ډالرو په لګښت د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو دوزارت او د لوږي پرخلاف د مجادلي، د افغانستان د پيوستون او مرستې، ابرار، د بيوزلۍ د کمښت لپاره د ټولنيز عمل، اپک، د وطن د ټولنيزو او تخنيکي خدمتونو، د موسسو ترمنځ ګډ تفاهم ليکونه، د مرستو د همغږۍ د رييس مولوي حسين الله حقاني او د دغو موسسو له مسوولينو سره لاسليک شول.
د دغو تفاهم ليکونو په لاسليک کولو سره ټاکل شوې ده چې زرګونو بيځايه شويو، راستنيدونکو او اړو کورنيو سره د روغتيا او د حرفوي زده کړو په برخو او د خوراکي او نغدو پيسو مرسته وشي.
\ ذ