روغتیا

د څوارلسو ټنو لګښتي توکو او طبي لوازمو مرسته وشوه

دکاريف خيريه موسسې دافغانستان دالمپيک له ملي کميټې سره دڅوارلسو ټنو لګښتي توکو او د طبي لوازمو  مرسته وکړه .

 دالمپيک دملي کميټې  دچارواکو دڅرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده دغه لګښتي مواد او دطبي لوازم داندروګاندي  دماشوم دروغتيا ، وزيرمحمد اکبر خان ، دملالي  او رابعه بلخي  دنسايي او ولادي  او په کابل کې  دګلف په خصوصي روغتونونو وويشل شي .

 دالمپيک دملي کميټې درسنيو مدير  عبدالمحبوب  سروري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دمرستې دغه طبي مواد اولوازم دجراحي په عملياتوکې کارول کيږي او ډير ژربه ددغو روغتونونو په واک کې ورکړي شي .  ددغو مرستو  سندونه نن دافغان اکشن موسسې درييس عبدالصمد صمدي  له خوا دالمپيک دملي کميټې مرستيال محمود حنيف  ته وسپارل شول .

 دګلف دخصوصي روغتون رييس په دغو مراسمو کې ژمنه وکړه چې وروسته له دې به دالمپيک دملي کميټې  اړو ورزشکاران په سلو کې  دپنځوسو په تخفيف  سره په دغه روغتون کې تداوي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته