خبرونهټولنه

د چارو د ادارې لوى رياست مرستیال: اداری دې خپل تش بستونه د آزادې سیالۍ لپاره د الکترونیکي آزموینو مرکز ته معرفي کړي

کابل، د زمري٤مه، باختر

د چارو ادارې د لوى رياست مرستيال د الکترونيکي آزموينو د مرکز د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې ادارې دې خپل تش بستونه د آزادې سيالۍ لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د آزموينې مرکز ته معرفي کړي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د چارو د ادارې لوى رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې نن د دغې ادارې د الکترونيکي آزموينو مرکز فعال کړ او د ټولګټو وزارت د تشو بستونو له ٢٧٢٧ کانديدانو څخه برېښنايي آزموينه واخيسته.

د اسلامي امارت د چارو اداري د عموي رياست مرستيال مولوي سيف الدين طيب د دغه مرکز د پرانیستلو په وخت کې وويل چې د برېښنايي آزموينو د مرکز پرانيستل او له هغو ځوانانو د آزمويني اخيستل چې ځانونه يي د ټولګټو وزارت تشو بستونو ته کانديد کړي دي، د اسلامي امارت نظام د پرمختګ په لور يو ګام او د ادارو په عصري کولو کې يو ښه فرصت دى.

نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د خپلو علمي سويو په استفادې سره ځانونه په تشو بستونو کې کانديد کړي، چې په دغو بستونو کې د ازمويني له اخيستو وروسته استخدام او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

هغه زياته کړه: دغې ادارې د پوهنې وزارت په همکارۍ د ښوونکو د ١٨ زره تشو بستونو آزموينه واخيسته چې د هغو د استخدامولو بهير دوام لري.

د چارو د ادارې مرستيال وويل: نننۍ آزموينه د ټولګټو وزارت په غوښتنه واخيستل شوه او په پام کې دي چې د کانونو او پټروليم او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې پنځم او شپږم بستونه هم آزادۍ سيالۍ ته وړاندې شي.

هغه له ادارو وغوښتل، چې خپل تش بستونه سيالۍ ته وړاندې کړي چې د آزموينو په مرکز کې له هغو څخه آزموينه واخيستل شي.

نوموړي وويل چې د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو اداره د چارو د ادارې د لوى رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي او دغې ادارې ته دنده سپارل شوې وه چې د برېښنايي آزموينو مرکز فعال کړي چې نن موږ د دغه مرکز د پرانيستلو شاهدان يوو.

وروسته د ټولګټو وزارت تخنيکي معين مولوي عبدالکريم فاتح وويل: د ټولګټو وزارت د هېواد په مرکز او ولايتونو کې ١٤٢ مسلکي او تخنيکي بستونه سيالۍ ته وړاندې کړل چې ۴ زره ٢٣٩ تنه په دغو بستونو کې د شموليت لپاره غوښتنليکونه ورکړل چې ۲ زره ٧٢٧ تنه د آزمويني په شرايطو برابر وبلل شول چې له هغوى څخه آزموينه واخيستل شوه.

هغه وويل: په يوه اداره کې دنده امانت دى او بايد امين، غوره، متخصص او په کار پوه کسان استخدام شي.

وروسته، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت معين مولوي ارسلان خروټي وويل چې اداري اصلاحات په نظام کې زيات ارزښت لري او اسلامي امارت په ادارو کې مسلکي او تجربه لرونکو کسانو ته اړتيا لري.

هغه وويل: هغه کسان چې د آزادې سيالۍ له لارې په ادارو کې استخداميږي بايد لوړې زده کړې، هېواد پالنه، تقوا او ښه شهرت ولري.

نوموړي وويل: په آزادې سيالۍ کې شفافیت شتون لري او د غوښتونکي حقوق تامينېږي.

هغه په ادارو کې نوې ټاکنې د هماغې ادارې اړتياوې وبللې او ويې ويل، چې د مقرري د انصاف، عدالت او د غوره والي پر بنسټ ترسره شوي دي .

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري د شکايتونو د اورېدو رئيس او سرپرست حافظ عبدالبصير صديقي وويل چې د دغې ادارې د برېښنايي آزموينو مرکز بيا فعال شوى او نن د ټولګټو وزارت د تشو بستونو د کانديدانو آزموينه اخيستل کيږي او له هغو څخه به متخصص، مسلکي او غوره  کسان انتخاب شي.

هغه د برېښنايي آزموينو بهير په سلو کې سل شفاف وباله او ويې ويل چې د دغې ادارې د آزموينو سيستم عصري دى او هېڅوک نه شي کولاى په هغه کې لاسوهنه وکړي.

هغه د دغې ادارې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په تخنيکي او مسلکي برخو کې زياتې آسانتياوې رامنځته شوې دي.

دغه راز د دغو سياليو يو کانديد مصطفی کامياب وويل: زه د هغې تجربې او زده کړې له مخې چې د ټولګټو وزارت په برخه کې لرم، ځان مې په يو درېم بست کې کانديد کړ او له ارزونې وروسته آزموينې ته را وغوښتل شوم.

هغه په دې مرکز کې د سيالۍ بهير شفاف وباله او زياته يې کړه چې د مسوولينو د څرګندونو له مخې په دې مرکز کې د آزمويني بهير په سلو کې سل شفاف دي.

\ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته