امنیت

د چرګانو ککړې غوښې دولس تنه ووژل

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
په سرپل ولايت کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه غړي له مسموميدو وروسته مړه شول. ددغو قربانيانو يو تن خپلوان احمد حسيب راجي وويل چې دوى د جرګه د ککړې غوښې له خوړلو وروسته مړه شول.
ده وويل: د کورنۍ دغه دولس تنه غړي د ککړې غوښې له جوړولو وروسته سخت مسموم شول او د سرپل ولايتي روغتون ته له ليږدونې سره سم مړه شول.
د دغه روغتون ډاکترانو دغه موضوع تاييده کړې ده او ويلي يې دي چې دوى له سخت مسموميت وروسته مړه شول چې ټول يې د يوې کورنۍ غړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت څه موده مخکې د هغه څه په نسبت چې دغه وزارت په ايران کې د چرګانو انفلونزا بللې وه او له دغه هيواد څخه يې دچرګانو دغوښې واردول منع کړي و.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت فني معين امان الدين حيدري ويلي و چې دغه محدوديت لنډ مهال دى او د انديښنو له لمنځه تللو وروسته به لرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته