خبرونهسیاستټولنه

د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه هېواد ته راورسېده

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

په کابل کې د چين سفارت د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د دغه هېواد د بشري مرستو د لومړى جوپې د لېږدونې خبر ورکړى او ويلي يي دي، چې نورې مرستې هم په لاره دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په کابل کې د چين سفير وانګ يو په خپلې تويټر پاڼه کې ليکلي، چې  د پکتيکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو ته د چين ۷،۵ ميليونه ډالري بشردوستانه مرستو لومړنۍ جوپه ده، چې افغانستان ته لېږدول شوې ده.

په کابل کې د چين سفير ويلي، چې په دغو مرستو کې شړۍ، خيمې او د خوب بسترې شاملې دي او پرون د پېښو په چارو کې د دولت وزارت مسوولينو ته سپارل شوې دي.

په کابل کې د چين سفير ويلي، چې راتلوونکو دريو ورځو پورې د دغه هېواد نورې بشري مرستې هم افغانستان ته لېږدول  کېږي او برسېره پر دې ټاکل شوې ده له اړمنو کسانو سره نغدي مرسته هم وشي.

مخکې له دې پاکستان، ايران، هند، عربي متحده امارات او قطر د پکتيکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو ته خپلې مرستې لېږلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت او د افغاني سرې مياشتې ټولنې

مسوولينو پرون د پکتيکا او خوست له زلزله ځپلو سره د نړۍ هېوادونو، ملي او

نړيوالو مرستندويو سازمانونو د زياتو مرستو غوښتنه کړې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته