امنیت

د ډار اچوونکوله شتون څخه دبلخ دڅو کليو پاکول .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
دبلخ  ولايت  دچهاربولک  ولسوالۍ څو کلي پرون د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
  د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف  رضايي باختراژانس ته وويل چې دهېواد پوځيانو دبلخ ولايت په چهاربولک  ولسوالۍ کې  دعملياتو په بهير کې څو کلي  دډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړل .
ده زياته کړه  په دغو عملياتو کې ددښمن له خوا دوه ښخ کړى شوي ماينونه هم   کشف اوشنډ کړى شول .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته