اقتصاد

د ډالرو د ارزښت په کمېدو سره د لومړنیو توکو بیې لا هم لوړې دي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د پروان د مرکز چاریکارو ښاروال د لومړنیو توکو د بیو کنټرول په خاطر یو شمېر لومړنیو توکو ته نرخ نامې وټاکلې.
د باخترآژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې، د پروان یوشمېر خلکو د ښاروال له دغه کار څخه هر کلی کړی او ویلي یې دي چې له بده مرغه نرخ نامه د هټیوالو له خوا نه ده عملي شوې.
د پروان اوسېدونکي عبدالجلیل وایي د ښاروالۍ په نرخنامه کې د یوې بورۍ اوړو بیه ۲۰۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده؛ خو نن د چاریکارو ښار په منډوي کې یوه بورۍ اوړه په ۲۲۵۰ افغانیو وپلورل شوه.
په همدې حال کې د چاریکار ښار د منډوي وکیل انجنیر امام الدین وایي د پیسو ثبات نشته او د نرخ نامې ټاکل هغه وخت مانا لري چې حکومت لومړني توکي د هټیوالو په واک کې ورکړي.
د چاریکارو ښار د منډوي وکیل له مسوولینو غواړي چې لومړني توکي د هټیتوالو واک ته ورکړي او وروسته نرخ نامه وټاکي.
په همدې حال کې د چاریکارو ښاروال سید ایمل نیکمل آغا په پروان کې د لومړنیو توکو د بیې لوړوالی مني او وایي چې اوس په هېواد کې لومړني توکي په ډالرو پېرودل کېږي او هلې ځلې کېږي چې دغه ستونزه حل شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته