د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر (( ویلي سوندل)) د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامدکرزي سره په کتنه کې وویل چې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د همکاریو د دوام له پیغام سره د بن په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي.
دجمهوررييس دويندوىمطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ
ده چې د دغه هېواد د پراختیایي همکاریو له وزیر سره کابل ته سفر کړی دی، همدا راز یې څرګنده کړه چې هېواد یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د بریتانیا له هېواد سره په همغږۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په دغه هېواد کې پاتې کیږي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو پرمختګونو له جملې څخه یو هم د ښځو د حالت ښه والي وباله او وې ویل چې هېواد یې له افغان ښځو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د هغوی ځواکمن کولو ته ژمن دی.
د دغې کتنې په بهير کې چې د ډنمارک د پراختیایي همکاریو وزیر(( کریستین فریس بچ)) هم برخه لرله، په افغانستان کې د روغتیایي او تعلیمي حالت د لا ښه والي د لارو چارو په په باب خبرې اترې وشوې او د ډنمارک د پراختیایي همکاریو وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې چمتو دی چې په دغو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس هم په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د ډنمارک هېواد د مرستو له امله مننه وکړه، وې ویل: ډنمارک د هغو لومړنیو هېوادونو په ډله کې راځي چې د موقتې ادارې له جوړیدو وروسته یې له افغانستان سره خپلې مرستې پیل کړې.#