خبرونهاقتصادټولنه

د ښار جوړلو او ځمکو وزارت د صنایع سبز صنعتي پارک کې د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه

کابل، د چنګاښ٢۹مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د صنایع سبز صنعتي پارک ټولنې له غړو او پانګوالو سره وکتل، د شته ستونزو پر حل او د ګڼو آسانتیاوو په رامنځتنه کولو یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د صنایع سبز صنعتي پارک غړو پانګوالو له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه، چې په وینا یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همېشه د پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کړی او د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو یې ورته بشپړ معلومات هم وړاندې کړل.

دغه راز په ناسته کې پانګوالو او صنعت کارانو په یاد صنعتي پارک کې د شته ستونزو په اړه سرپرست وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمد الله نعماني پانګوالو او صنعت کارانو ته په خطاب کې وویل، له پانګوالو او صنعت کارانو څخه د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ملاتړ د وزارت په لومړیتوبونو کې دی او هڅه کوي چې زمینه برابره کړه، ترڅو د صنعت په ودې سره د بې کارې او فقر کچه راکمه کړي، هېوادوالو ته غوره خدمات ترسره او هېواد په ځان بسیا کړي.

نعماني، پانګوالو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت اړوند چارواکي به د دوی د ستونزو د حل برخه کې کوټلي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته