خبرونهاقتصادټولنه

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست: په کابل، هرات، قندهار او د هېواد په نورو ښارونو کې د کور جوړولو لپاره پانګونې لپاره مناسبه فضا شتون لري

 کابل، د زمري٣مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست:  له ايراني پانګه والو سره په کتنه کې وويل، چې په کابل، هرات، قندهار او د هېواد په نورو ښارونو کې  د کور جوړولو لپاره پانګونې لپاره مناسبه فضا شتون لري.

د اسلامي امارت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې په دې  کتنه کې د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست  وزیر مولوي حمد الله نعماني د کورونو په جوړولو کې د پانګونې لپاره د ايران پانګه والو ملاتړ وکړ.

مولوي حمدالله نعماني وويل چې د ټولو کورنيو او بهرنيو پانګه والو ملاتړ کوو او هغوى ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمينه برابرو.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې  په کابل، هرات، قندهار او د هيواد په نورو ښارونو په تېره بيا د نوي کابل په ښار کې د کور جوړولو لپاره د پانګې اچونې لپاره مناسبه فضا شتون لري چې پانګه وال کولاى شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

ايراني او کورنيو پانګه والو د کور جوړولو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل تيارى اعلام کړ او زياته يي کړه چې له خپلو امکاناتو څخه به په افغانستان کې د کورونو د جوړولو په برخه کې اغېزمن او ګټور کارونه ترسره کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته