خبرونهاقتصاد

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت: لوګر کې له یو میلیون افغانیو څخه زیات عواید راټول کړای شوي دي

 کابل/ د غوايی۴ مه/ باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي  د لوګر د ښارجوړولو ریاست د ۱۴۰۰ لمریز کال د وروستۍ ربعې عواید یو میلیون ۱۰۹ زره ۹۰۷ افغانۍ شوې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه اندازه په یاد ولایت کې د انجنیرۍ خدماتو او د دولتي ځمکو او ملکیتونو د اجارې او کرایې له ورکړې په لاس راغلي دي.

د لوګر د ښار جوړولو او ځمکو ریاست تر دې وړاندې هم د انجنیرۍ خدماتو او د ځمکو او ملکیتونو د کرایې له درکه څلور میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدارنګه ويلي چې د دې وزرات له اړوندو ریاستونو او څانګو څخه راټولېدونکي عواید په شفاف ډول راجمع کوي او د ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره زمینه برابروي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته