کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
د هرات ولایت د اطلاعاتواوفرهنګ رییس د ښځواو نجونو د زده کړې اوکارحق د تامینولو لپاره د طرزالعمل د بشپړولو لپاره د اسلامی امارت د هلوځلو خبرورکړ.
هغه په هرات کې د ملګروملتوسازمان د سیاسی معاونت د بشرد حقوقود برخې له مسوول سره په کتنه کې وویل چې دغه طرزالعمل به په راتلونکې کې بشپړ شي او د هغه په چوکاټ کې ښځې کولای شي زده کړه او کاروکړی.
د هرات ولایت د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولانانعیم الحق حقاني په دې کتنه کې وویل چې اسلام مقدس دین د بشپړاود امنیت د لارښود دین په توګه ښځوته د زده کړې اوکار حق ورکړی دی.
ج-ا