کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د ښځود ستونزو د حل تر عنوان لاندې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ١٦ورځنۍ کمپاين نن په تخارکې پيل شو.
دغه کمپاين د تخار د رهبرى په همغږى او د المان د جي اي زيد د دفتر په مالي همکارى د تخار د والي د مرستيال ، په شمال ختيځ زون کې د يوناما د دفتر د رييس ، د ښارې محکمې د رييس او د دولتي اوغير دولتي بنسټونو د رييسانو، ملي رسنيواو د يو زيات شمېرښځو اونارينه و په ګډون پيل شو.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د تخار د والي مرستيال محمدفريد ذکي د موضوع په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ښځه مور ده اوله ټولو يې وغوښتل چې له ښځو سره په مهربانى اومينې سره چلند وکړي .او د ښځو پرخلاف د مبارزې لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
په دې غونډه کې د تخار د ښځو د چارو رييسې اويوشمېر نورو وينا والو د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ښځه د ټولنې نيمايي برخه ده اود ټولنې بشپړوونکي شمېرل کېږي او له ټولو يې وغوښتل چې په همغږى سره د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په خاطر مبارزه وکړي
غونډه د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه د يوې تمثيلي ټوټې په اجرا کولو او د ستاين ليکونو په ورکولو سره پاى ته ورسېده .
ختم – ج -اکرم