خبرونهټولنه

 د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي نړيواله ورځ ونماڼځل شوه

کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي  د له منځه وړلو نړيواله ورځ نن  په پنجشير کې ونمانځل شوه.

د دغو مراسمو د پرانستلو په پيل کې  د پنجشير والي انجنير کمال الدين نظامي  خبرې وکړې او ويې ويل  چې ښځه د ټولنې نيمايي برخه ده د يو نارينه پت اوعزت ښځه ده . ښځه مور ده او له ټولو يې وغوښتل چې  له دغه قشر سره په مهربانى چلندوکړي.

د مراسمو پردوام  د پنجشير  د ښځو د چارو رييسې  خاطرې شيخاني  اويوشمېر نورو هم  د دغې ورځې په اړه خبرې وکړې  او د دغې ورځې نمانځل يې  د ښځو درناوى وباله .

ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته