امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دداعش دډلې پنځه تنه قوماندانان ووژل شول .

 کابل باختر دوري  اوولسمه :
دپاکستانيانو په ګډون دداعش دډلې پنځه تنه قوماندانان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دداعش دډلې دغه قومادانان په اچين ولسوالۍ کې د پوځيانو دبريد په بهير کې ددغې ډلې دنورو ديرشو  تنو غړو سره  په اچين ولسوالۍ کې ووژل شول .
دکوماندو دځواکونو  وياند جاويد سليم باختراژانس ته وويل دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو په بهير کې  دداعش دډلې پنځه تنه جګپوړي قوماندانان ووژل شول .
  ده وويل: په خطاب  مشهور عمر باجوري چې دداعش يومشهور قوماندانان و هم په سيمه کې دوژل شوي په ډله کې شامل دى .
سليم وايي  ددغو پوځي عملياتوپه بهير کې دداعش دپنځو تنو قوماندانانو برسيره څه ناڅه ٣٠ تنه داعشيان هم وژل شوي دي .
زياتره وژل شوي داعشيان پاکستانيان او په تيره بيا پنجابيان او دورکزي ايجنسۍ  اوسيدونکي بلل شوي دي .
  دداعش پرخلاف  پوځي عمليات له څه مودې راپديخوا دکوماندو ځواکونو په مشرۍ دننګرهار ولايت په ځينو سيمو او په تيره بيا اچين ولسوالۍ کې  پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
دکوماندو دځواکونو وياند وايي ددغو عملياتوپه بهير کې تراوسه پورې نږدې ١٥٠  تنو داعشيانو ته چې پاکستاني اتباع هم پکې شامل دي مرګ ژوبله اوښتې ده .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې په لسګونو کلي چې دداعشيانو مرکزونه پکې و دپوځيانو له خوا نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته