ټولنه

د کابل – جلال آباد په لويه لاره کې د عملياتو دوام

– نړيوالې خبري منابع باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
په داسې حال کې چې د کابل – جلال آباد په لويه لاره کې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري، پوځي مقاماتو په دغه تګلوري کې د څو کليو د پاکولو خبر ورکړ.
د ډار اچوونکو پرخلاف دغه عمليات پرون سهار د دغې لويې لارې په تګلوري کې دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په ځينو سيموکې پيل شوي دي.
له بله پلوه خبر ورکړشوى دى چې ددغو عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دهیواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې تراوسه پورې په دغو عملياتو کې دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
ده وويل: پوځيان په دغوعملياتو کې د شپږو تنو ډار اچوونکو په وژلو بريالي شوي دي.
دغه عمليات دکابل – جلال آباد د لويې لارې د ښه امنيت د تامينولو او د تلې دمياشتې د اته ويشتمې نيټې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره پيل شوي دي او دوام لري.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته