ټولنه

د کابل – جلال آباد په لویه لاره کې په دریو ترافیکي پېښه کې ۵تنه وژل شوي دي

کابل/ د مرغومي ۱۴مه باختر
د کابل –جلال آباد په لویه لاره کې په دریو ترافیکي پېښوو کې ۵تنه وژل شوي او ۸ نورتپیان شوي دي.
دغه پېښې پرون د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر او د یوبل موټرد چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د ترافیکو یو مسوول باخترآژانس ته وویل چې په دې پېښو کې ۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د دغو پېښو د دوو ټپیانو روغتیایيحالت خراب بللی دی.
ج/ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته