ټولنه

د کابل – جلال اباد په لويه لاره کې د ترافيکي پېښې له امله يوتن ووژل شو

٢- کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د کابل – جلال اباد پرلويه لاره کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يوه ښځه مړه شوه او درې نور کسان ټپيان شول.
دغه پېښه تېره شپه د کابل – جلال اباد د لويې لارې په تګلوري کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې دوه ګړندي موټرونه له يوبل سره ټکر وکړ.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي باختراژانس ته وويل په دې ترافيکي پېښه کې يوه ښځه ووژله شوه او درې کسان نورټپيان شول.
هغه د دواړو موټرونو د چلوونکو بې احتياطي اوګړنديتوب د دغې پېښې اصلي علت وباله.
په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د روغتون ډاکترانو د دغې ترافيکي پېښې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته