خبرونهټولنه

د کابل حضوري چمن ته څېرمه د نجات څلي د ترميمولو او روښانولو کار پيل شو

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
کابل ښاروالۍ د کابل حضوري چمن ته څېرمه د نجات څلي د ترميمولو او روښانولو کار پيل کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست د يو مسوول د څرګندونو له مخې؛ د فرهنګي ميراثونو ساتنه او د ښار ښکلا د کابل ښاروالۍ له مهمو پروګرامونو څخه دي چې په دې وروستیو کې پاملرنه ورته زیاته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ښار ښکلا کولاى شي خلکو ته له هيلو ډک احساس ورکړي او د خلکو په رواني حالت ښه اغېزه وکړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د ښار مهمې سيمې به يو په بل پسې د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا په پروګرامونو کې شاملې شي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته