کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د کابل ښار په پنځمې ناحیې پورې اړوند ده عربانو په سیمه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د کوڅو کانکرېټ کولو چارې پيل شوې دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناست جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور وویل، چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې سیمو ته پاملرنه زموږ د کار له لومړیتوبونو څخه ده او امکاناتو ته په کتو په لرې پرتو سیمو کې هم یاد پروګرامونه پلي کوو.
د کابل ښاروالۍ د کار د ساتنې او څارنې ریاست د ۲ میلیونو ۹۰۰ زرو افغانیو په لګښت د ده عربانو په سیمه کې د کوڅو د کانکريټ کولو په ګډون د ویالو کار په پاخه او اساسي توګه جوړوي.
د یادونې وړ ده چې د دغو کوڅو په کانکرېټ کولو سره به د خلکو ستونزې حل شي. ع