خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کابل د ارغندۍ د ۵۰۰ کيلوولټ سب‌سټېشن پاتې چارې پيل شوې

کابل، د چنګاښ ۷مه، باختر
د کابل د ارغندۍ د ۵۰۰ کيلوولټ سب‌سټېشن پاتې چارې، نن د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون پيل شوې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د ياد سب‌سټېشن په پرانيست‌غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور، د پروژې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل چې د دې او ځینو نورو پروژو په پلي کېدو سره به چې د ۱۸۳میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پرې شوې ده؛ له ترکمنستان څخه هېواد ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږدولو زمینه برابره شي؛ د برېښنا د کمښت او پرچایو ستونزې به تر ډېره بریده هوارې او په کلني ډول لسګونه ميليونه ډالره عوايد دولتي خزانې ته راټول شي.
منصور همدا رنګه، د هېواد په کچه د اوبو او انرژۍ اړوند ځینو نورو پرژو د چارو د بشپړېدو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د کمال خان او شاه او عروس بندونو زیاتې چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

20240627 142939 0000
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اوبو او انرژۍ د اړتیا او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ وزارت هڅې کوي چې د خپلو اغېزمنو پروګرامونو او پلانونو په تطبیق، د کانالونو او بندونو په جوړولو او د اوبو په مهارولو سره؛ د اوبو او انرژۍ له پلوه هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي.
د عوفي سوداګریز او د کانونو د استخراج او پروسس شرکت مرستیال نورالله په خپلو خبرو کې، ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د نړیوالو معیارونه مطابق او ښه کیفیت سره بشپړه کړي او له دې لارې ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
هېره دې نه وي چې د پلخمري له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلوولټ لېږد مزي پروژې چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې په دې سره به د پلازمېنې کابل په ګډون، غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار کې شاوخوا ۴۰۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته