امنیت

د کابل – مزار په لويه لاره کې د شوکمارانو يوه ډله دړې وړې شوه

کابل /دلېندۍ ٢٨مه /باختر
د کابل – مزار په لويه لاره کې د شوکمارانو يوه ډله دړې وړې شوه.
امنيتي ځواکونه بريالي شول چې د دغې ډلې د رهبرى ٥ غړي ونيسي.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ دغه شوکماره ډله د دغې لويې لارې د بغلان د مرکز پلخمري ښار د پوزه ايشان په ساحه کې د مسافرو مالونه لوټول.
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي اسد الله مصطفي هاشمي باختراژانس ته وويل چې دغه شوکماره دله د څومياشتوپه بهيرکې د امنيتي ځواکونو ترتعقيب لاندې و.چې ونيول شول.
دغه شپږ تنه شوکماران تېره شپه هغه وخت ونيول شول چې د يومسافروړونکي بـس د مسافرو نغدې پيسې او مالونه لوټول.
ددغو شوکمارانو د نيولو په عملياتوکې جګړه رامنځته شوه چې له امله يې يوشوکمار ووژل شو او يوتن بل يې ټپې شواوپنځه تنه نوريې ونيول شول.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل – مزار په لويه لاره کې د شپې له خوا دغلاو د زياتوالي له امله مسافران اوموټرچلوونکى شکايت کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته