امنیت

په ننګرهار کې دڅه ناڅه ١٥٠ تنو داعشيانو وژل کيدل او ټپي کيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٤ :
په ننګرهار ولايت کې دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونوپه نويو هوايي بريدونو کې  دوسله والوطالبانو او دداعش ډلو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
په دغو هوايي بريدونوکې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې ترسره شول؛ ددغو دواړو ډلو ٤٦ تنه غړي  وژل  شوي  دي او څه ناڅه  ١٠٠  تنه نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو او داعش په سنګرونو دغه بريدونه د افغانستان او د ناتو د هوايي ځواکونوله خوا ترسره شوي دي .
په لومړي هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې  هوايي بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل چې په دغو طالبانو په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې بريد شوى دى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په اچين ولسوالۍ کې  د داعشيانو
په سنګرونو په يوبل هوايي بريدکې دداعش څوارلس تنه غړي وژل شوي او په لسګونو تنه نورټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې :  دداعش  دډلې شل تننه غړي دننګرهار ولايت   په کوټ ولسوالۍ کې  په يو بل هوايي بريد کې وژل شوي دي او يوشميرنور هم ټپيان شوي دي.
په دغو   داعشيانو تيره شپه ددوى په يوه پټنځي کې بريدشوى دى.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دغو بريدونو کې دداعشيانو او طالبانو څو سنګرونه دړې وړې شوې دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دننګرهارولايت دخوږياڼيو ، اچين او کوټ په ولسواليوکې دناتو د بې پيلوټه  جنګي الوتکو او دافغانستان دهوايي پوځ  د الوتکو دبريدونو له امله  دوسله والو طالبانو او دداعش  دډلو د  جنګي وسايلو څلور ډيپوګانې ويجاړې شوې دي.
په دغو ډيپوګانوکې دداعشيانوپه لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ساتل کيدل.
ديوبل خبرله مخې: دداعش دډلې شپږ تنه غړي دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول او يوشمېر نور هم ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي چې په دغو طالبانو د روداتو ولسوالۍ په يوه واټ کې  د ماين  ښخولو په وخت کې دپوځيانو له خوا بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته