کابل/باختر/ د غويي دمياشتې ٢١مه
د ننګرهارکانال په لسګونو جريبه ځمکې د زور واکو له منګولو څخه وايستلې شوې.
دغه ځمکې د وروستۍ يوې اوونۍ په بهيرکې د زورواکو له خوا وايستلې شوې او د کانال مسوولينو ته يې وسپارلې شوې.
امنيتي مامورينو په يوه نوي اقدام کې د کانال ۲۲جريبه ځمکې له زورواکو وايستلې.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مسوول جنرال عبدالرقيب مبارز د باختر آژانس خبريال ته وويل چې هلې ځلې کوي د ننګرهارکانال ټولې ځمکې بېرته ورکړي.
ده د ننګرهارکانال له استازو سره په کتنه کې وويل چې په نږدې راتلوونکي کې به دوى خپل ټول جايدادونه ترلاسه کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ