فرهنګ

د ځوانانو دچارو نوي معين داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دادارو رييسانو او کارکوونکو ته وروپيژندل شو .

کابل باخترد چنګاښ ٢٩

داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن  ډاکتر کمال سادات دځوانانو دچارو دمعين په توګه ددغه وزارت رييسانو او کارکوونکو ته وروپيژاند .

دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې،  په دغو مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير څرګنده کړه چې دکار اهل ته دکار دسپارلو دپاليسي له مخې خوښ يم  چې  دځوانانو دچارو نوي معين  مې ددغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي کړاو باور لرم  ډاکتر کمال سادات چې کلونه کلونه يې په ځوانانو پورې په اړوندو بنسټونو کې کار کړى دى په نوې دنده او کاري چارو کې به هم پرله پسې او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې  وکړي .

په دغو مراسموکې دځوانانو دچارو پخواني معين تيمور شاه اسحق زي په خبرو کې دځوانانو دچارو دمعينيت دکړو وړو اوبرياليتوبونو په باب معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې په کاري چارو کې له نوي معين سره همکاري کوي .  دغه راز دځوانانو  دچارو نوي معين ډاکتر کمال سادات په دغه پست کې دده دټاکنې په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ دوزير  داعتماد له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمشرتابه په همکارۍ  به په کاري چارو کې زياتې هلې ځلې وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته