امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٨ :
په نورستان ولايت کې  له پوځيانوسره په نښته کې  دوسله والو طالبانو دډلې  ددوو تنو پاکستاني قوماندانانوپه ګډون  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول. دغه جګړه تيره شپه  دډيورند کرښې ته څيرمه  کامديش ولسوالۍ ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه  چې  يوه ډله  يرغلګر له پولې څخه په تيريدو سره  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړي.
دافغانستان په ختيځ کې  دپوليسو يوه  جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  په دې نښته کې ددوو پاکستاني قوماندانانوپه ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل  :جګړه په کامديش ولسوالۍ کې  دپوځيانو په کاروان دطالبانو له خوا له بريد وروسته رامنځته شوه.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې ؛ پوځيان په نورستان ولايت کې د وسله والو طالبانو  دجنګي وسايلو دڅلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې په برګ مټال ا وکامديش ولسواليو کې دطالبانو په پټنځايونو کې ساتل کيدې.
له دغو ډيپوګانوڅخه يوه اندازه سپک اودرانده جنګي وسايل او چاوديدونکي  توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته