امنیت

د کابل په پوځي تعليمي مرکز کې څه ناڅه سل تنه مسموم شول

کابل باختر دجدي  ٣٠ :

دکابل په پوځي تعليمي مرکز کې  نن له غرمې وروسته څه ناڅه سل تنه مسموم شول.

دملي دفاع وزارت ويندوى تورنجنرال محمدظاهرعظيمي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دمسموم شويو کسانو حالت دانديښنې وړ نه دى او په مخ په ښه کېدوى دي.

جنرال عظيمي زياته   کړه  چې تراوسه پوري ددغه مرکز دبرخه والو دمسموم کېدو علت معلوم نه دى   اوپه دې اړوند څيړنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته