کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د کابل د پولې تخنيک پوهنتون رئيس پوهنوال ديپلوم انجينر عبدالرشيد اقبال د دغه پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزيک دیپارتمنت د برېښنا او ميخانيک لابراتوارونه پرانیستل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل پولې تخنيک پوهنتون رئيس د دغو لابراتوارونو د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه پوهنتون د الکترومخانيک پوهنځي له مسوولينو څخه ددغو لابراتوارونو د سمبالولو او چمتو کولو په موخه قدرداني وکړه او دغه لابراتوارونه يې د محصلینو د عملي کار او د هغوی د علمي ظرفيتونو په لوړولو کې ګټور وبلل.
وروسته د کابل پولې تخنيک پوهنتون د مالي او اداري معاونيت سرپرست انجينر سيد مصباح الدين هاشمي د دغو لابراتوارونو د ارزښت او محصلینو علمي کارونو ته د زمينې د برابرولو په اړه معلومات ورکړل او له دغو لابراتوارونو څخه يې پر ښيې استفادې ټينګار وکړ.
\ ذ