اقتصاد

د بغلان د ترانسپورت عوايد زيات شوي دي

کابل باختردوږي دمياشتې٢٤نيټه : 
د بغلان ولايت د ترانسپورت رياست په عوايدوکې د تېر کال د اتو مياشتو په پرتله څه د پاسه يو ميليون افغانۍ زياتوالى راغلى دى.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د بغلان د ترانسپورت رياست سرپرست علي نظر پيمان وويل چې ددغه رياست په عوايدو کې زياتوالى د ترانسپورت رياست د منسوبينو د هلوځلو، په کاري اجرااتو کې د شفافيت او د دغې ادارې دعايداتي سرچينو د فعال ساتلو په نتيجه کې رامنحته شوی دی.
د ده د څرګندونوله مخې؛ د روان کال د اتو مياشتو په بهيرکې څه دپاسه نهه ميليونه افغانۍ د بار وړونکو او مسافر وړونکو وسايطو د کميشن له پلوه د دولت په بودجه کې شامل شوې دي چې دغه شمېر د تېرکال دهمدې مودې په پرتله يو ميليونو اووه سوه  اووه زره افغانۍ زياتوالى ښيي.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته