اعلامیه

د کابل ښاروالۍ اعلاميه

 کابل/ د کب ٩ مه / باختر

د ونو پرې کول او نيالګيو ته زيان رسول ښاري جرم ګڼل کېږي!

په کابل ښار کې له څه مودې را په دې خوا فرصت طلبي ونې او بوټي پرې کوي.

کابل ښاروالۍ په دې اړه د جدي څېړنې تر څنګ له ښاریانو په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو هم غوښتنه کوي چې د دغه ډول سرغړونو په مخنیوي کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د دې ډول سرغړونو لکه غل او ورانکاران  به د ښاري پلان جوړونې او کور جوړونې قانون د ١٨ مادې د پنځمې فقرې له مخې د ساحې د بیارغونې مصرف د محاسبې په پام کې نیولو سره څلور چنده جريمه  تادیه کوي.

کابل ښاروالۍ هرکال پر یوې ونې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې لګښت کوي، چې د ونې په پام کې نېولو سره به له سرغړونکو څخه جریمه او تاوان  واخيستل  شي.

ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته