خبرونهټولنه

د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين: د ښو ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره بايد زيات کار وشي

کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر

د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين حافظ مولوي سيد عصمت الله عاصم د ښاري پروژو د عملي کارونو د تطبيقولو په مقصد د کابل ښار د پنځمې او ديارلسمي ناحيو بېلابېلې سيمې وکتلي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دې کتنې په بهير کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين د دغو ناحيو په مربوطاتو کې د ١٤٠١ مالي کال د نويو پروژو د کار په پيلولو ټينګار وکړ.

هغه د پرمختيايي پروګرامونو د ډيزاين او برابرولو په اړوند مسوولينو ته لارښوونې وکړې او څرګنده يې کړه چې د ښاري او سيمه ييزو ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بايد زيات کار وشي او پروګرامونه جوړ شي.

دغه راز د کابل ښاروالۍ  مالي او اداري معين زياته کړه چې د پروژو کار بايد په ټاکلي وخت او معياري ډول ترسره شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته