ټولنه

د کابل ښاروالۍ کمېسیون رییس: په کار کې غفلت او ناغیړي د منلو نه دي

کابل / د تلې ۱۴مه / باختر
د کابل ښاروالۍ د کمېسیون رییس مولوي حمدالله نعماني د یوشمېر ناحیو د چارو د څېړلو پر مهال خبرداری ورکړ چې په کار کې غفلت او ناغیړي د منلو نه دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ نعماني څرګنده کړه چې د ناحیو اوسنۍ چارې کابل ښاریانو او د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته د منلو نه دي او که اصلاحات په کې رانشي، ډېر ژر به په ناحیو کې بدلونونه رامنځته شي.
هغه دغه راز د خدمتونو وړاندې کولو او د ښاري نظم د رامنځته کولو په برخه کې د ناحیو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کابل ښاروالۍ له سرچینو اړتیاوو ته په کتو، اغېزمنه استفاده وشي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته