کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار اړوند قلعه زمان خان ۶۰متره سړک پر لومړۍ لیکې د قیر اچولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بنایي سیمې څخه د شاداب ظفر بلاکونو پر لور د قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک د یوې لیکې وروستۍ (درېیمه) طبقه قیر چارې بشپړې او د دویمې لیکې یې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوې، چې د قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د ۴زره ۲۵۰ مترو په اوږدوالي جوړ شوی، چې اصلي لیکې یې ۱۲ متره سور لري.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک د اصلي لیکو د قیر چارو تر بشپړېدو وروسته به د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې هم پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې دا سړک د کابل ښار د ختیځ زون له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې د مکرویانونو څلورلارې، کارته نو او ور څېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.