خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کابل ښار اړوند ګل باغ سړک د لومړۍ برخې جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې

کابل، د چنګاښ ۳مه، باختر
کابل ښاروالۍ د پلازمېنې اړوند ګل باغ سړک د لومړۍ برخې جوړولو او پراختيا چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کابل ښاروالۍ له لوري د ۶مې او ۷مې ناحیې اړوند د ۳ زره ۱۷۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دا سړک به د لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د روښنایۍ څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د یوه کال په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي؛ د ګلباغ سړک چې، کابل له سویل سره نښلوي په راتلونکي کې به یې چارې د ۲۰مې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک تر اوږدو او چهل دختران سیمې پورې وغځول شي.
هېره دې نه وي، چې دا سړک د کابل ښار یو مهم سړک دی چې، په جوړېدو سره به یې د ښار معیاري اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته