خبرونهاقتصاد

د کابل – ګردیز پر لویه لار د پلونو او سړک د ترمیم لپاره هڅې

 کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر    

د سېلاوونو د راوتلو له امله د کابل- ګردېز پر لويه لاره د يو شمېر پلونو او سړک  له وېجاړېدو وروسته چارواکو د دغو تأسيساتو د بيا رغولو خبر ورکړ.

د راپورونو له مخې، په پکتيا کې د تېرو څو ورځو پرله پسې سختو اورښتونو له امله د دغه ولايت په ځينو سيمو کې سيلاوونه راوتلي دي، له دې جملې سیلاوونو د کابل -ګردیز پر لویه  لاره د کفتر خانې په سیمه کې د سړک یوه برخه او څو پلونه وېجاړ کړي دي

د پکتيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي نثار احمد نجات باختر آژانس ته وويل، چې د وېجاړ شوي سړک او پلونو د ترميمولو کار پيل شوى دى.

د کابل- ګردېز لویه لار د افغانستان له مهمو او تجارتی لویو لارو څخه ګڼل کیږي.

همدارنګه دغه لاره کېهر ورځ  زرګونو مسافرو وړونکو موټرونه او لسګونه سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ کوي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته