کابل، د چنګاښ ۸مه، باختر
د رئيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ریاست الوزرا د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه او پکې پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې د جعلکارۍ د مخینوي په موخه د قبالې د وېش طرزالعمل تصویب شو او اړوندو محکمو او ارګانونو ته لارښوونه شوې چې د یادې کړنلارې له مخې د قبالو وېش ترسره کړي.
دغه راز، د کابینې غونډې د ټرانسپورټ د چارو د کنټرول او تنظیم طرحه تصویب کړې او د هوايي چلند وزارت او نورو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د پلان له مخې یې عملي کړي.
همدا رنګه، په غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته لارښوونه شوې چې د هېواد طبیعي زېرمو ته په پام سره، د اساسي درملو د تولید او پراختیا طرحه وڅېړي؛ اړوندو ادارو ته یې ستونزې په ګوته او د پرېکړې لپاره یې کابینې ته وړاندې کړي.
وهاج