سیاستTOP

د کابینې غونډې د سیم‌کارتونو د ثبت او بایومیتریک په اړه د مخابراتو وزارت غوښتنه تصویب کړه

کابل / د سلواغې ۲۰مه / باختر
د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د وزارتونو د سرپرستانو او معینانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه او په کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کابینې له خوا د ټلیفون د سیم‌کارتونو د ثبت او بایومیتریک په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت غوښتنه تصویب شوه.
دغه راز یاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د احصائیې او معلوماتو له ملې ادارې سره په ګډه د دغه بهیر د تطبیق لپاره طرحه جوړه او دغه بهیر په تدریجي ډول داسې پيل کړي چې خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
همدارنګه د کابینې غونډې له معلولینو، یتیمانو او کونډو سره د نقدي مرستو په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چمتو شوې طرحه تصویب کړه. د دغې طرحې له مخې، د اسلامي امارت د شهیدانو یتیمان او کونډو، د پخوانۍ ادارې د وژل شویو عسکرو بې سرپرسته ورثه او د افغانستان د ۴۰ کلنو جګړو معلولین د میاشتنۍ نقدي مرستې مستحق ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د کابینې په غونډه کې د چارو ادارې عموي ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د غصب د مخنیوي په خاطر، د پخوانیو چارواکو هغه کورونه دې وڅېړي چې بې سرنوشته پاته دي.
دغه راز په غونډه کې د افغان نړیوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراعت په برخه کې د فوق لیسانس پروګرامونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د نصاب جوړولو کړنلاره تصویب شوه.
د کابینې په غونډه کې په نورو موضوعاتو هم خبرې او پرېکړې وشوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته