سیاستخبرونهTOP

د کابینې پرېکړه: ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې د افغان ټلېكام پورونه ادا کړي

 کابل، د غبرګولي ۳۱مه، باختر

د رئيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ریاست الوزرا د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه پرون (د غبرګولي په ۳۰مه) جوړه شوې وه او پکې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې له بېلابېلو خدماتي ادارو څخه د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو د مقروضیتونو پر موضوع بحث شوی او له بحث وروسته، د کابینې غونډې پرېکړه کړې چې ټول وزارتونه او مستقلې ادارې مکلفیت لري چې له فتحې وروسته د افغان ټلېکام شرکت پورونه ادا کړي.

دغه راز، په غونډه کې له افغانستان څخه د خلیج عربي هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو افغان مسافرو پر ستونزو هم خبرې او د حل اصولي لارې یې په نښه شوې دي.

همدا رنګه، هغه پلاوی چې په میدان وردګو او بامیانو کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د شخړو د حل لپاره ټاکل شوی و، خپل کاري راپور او نظریې یې غونډې ته وړاندې کړې چې د تائید وړ وګرځیدې.

په پای کې، د کابینې غونډې پرېکړه کړې چې د میدان وردګو او بامیانو په شان، په غور کې هم د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د لانجو د حل په موخه، ځانګړی کمېسیون جوړ شی او امنیتي مسئولین دې د شخړو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته