کابل / د مرغومي / ۲۳ / باختر
د کارزګاه شریف د جامع جومات خطیب مولانا مجیب الرحمن انصاري د هرات ولایت د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست له فعالیتونوڅخه په قدردانۍ سره د هرات ښارپه کچه د فرهنګي ، د شعرونو د لیکونو د پیاوړتیا په ګډون ، د فرهنګي مسایلوپرځینوبرخو د زیاتو فرهنګي پروګرامونو پرترسره کولوخبرې وکړې او د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د دیني علومو د مدرسو د پیاوړي کولوغوښتنه وکړه.
هغه وویل چې هرات د هېواد له نورو ولایتونو څخه یو بیل ولایت دی او
د دې ولایت د خلکو لپاره باید اصلاحي کارونه، خدمتونه او نور فرهنګي کارونه د خلکو له کلتور او ارزښتونو سره سم ترسره شي.
د هرات ولایت د اطلاعاتواو فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني د دین د دغه مخورعالم له نیکې او پرځای مشورو څخه د قدردانۍ په څرګندولوسره زیاته کړه، د هرات د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست له اړوندو ریاستونو سره د زیاتو فرهنګي فعالیتونو د ترسره کولو په برخه کې هلې ځلې کوي.
مولانا حقاني وویل چې ځینې ستونزې او وړاندېزونه یاد داشت کړي دي او په یومکتوب کې به د هېواد په مرکزکې د افغانستان له اسلامي امارت او د ولایت مقام ته ولېږدوي.
ع
.