خبرونهټولنه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا

– کابل ، د ثور ۱۰مه ، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ذیصلاح مراجع له لوري د شوال المکرم میاشتې د رؤیت له تثبیت وروسته، د هېواد د کار قانون له (۴۱) مادې سره سم، د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
دغه راز، د کارکوونکو کاري اوقات د رمضان المبارک میاشتې له ختمېدو وروسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د صفر المظفر میاشتې تر ۲۵مې یا د (۱۴۰۱) هجري لمریز کال د سنبلې میاشتې تر وروستیو پورې په لاندې ډول ټاکل شوي دي:
له شنبې تر چهارشنبې: د کار پيل د سهار (۸) بجې او له (۱) بجې څخه تر (۲) بجو پورې د لمانځه د اداکولو او ډوډۍ خوړلو لپاره د يو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره، د کار ختم د مازیګر (۴) بجې.
د پنجشنبې په ورځو کې: د کار پيل د سهار(۸) بجې او د کار پاى له غرمې وروسته یوه بجه.
توليدي، خدماتي او د دايمي فعالو برخو موسسې (کاري شفتونو تنظیم)، نشراتي، روغتيايي، پوهنې او د لوړو زده کړه موسسې دې د کار وختونه د کاري ځانګړتیاوو، اقليمي شرايطو او له اړوندو لايحو او مقررو سره سم، د خپلو کارکوونکو د کار پیل او ختم له پورتینو ذکر شویو کاري تنظیماتو په توپیر، تنظیم کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته