کابل/ د غوايي٢٠مه/ باختر
د کاراو ټولنيزو چارو وزارت په افغانستان کې د بيوزلۍ او وزګارتيا د کچې د لوړ والي په اړه د بيارغاونې په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړې پلټونکې ادارې د رپوټ په غبرګون کې وايي چې په بهرنيو بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو کنګل کېدل، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او د بيوزلۍ او وزګارتيا د زياتوالي سبب شوي دي.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې د امريکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو له کنګل سره سره اسلامي امارت د اقتصادي اغيزو د کمښت او د بيوزلۍ او وزګارتيا د کچې د کمښت په مقصد د سترو پروژو کار پيل کړى دى.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د قوش تيپې کانال د چارو پيل، د يو شمېر کانونو د قرار دادونو لاسليکول، د ټاپي پروژې د عملي کار د پيل لپاره د اسانتياوو برابرول، د سوداګرو او پانګه والو د امنيت تامينول او دغه راز په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو پانګې اچونې ملاتړ، په اقتصادي برخو کې د اسلامي امارت سترې لاسته راوړنې بلل شوې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د امنيت تامينولو او د اسلامي امارت اقتصادي پلانونو ته په پاملرنې سره به د افغانستان خلک په نږدې راتلوونکي کې د اقتصادي ستونزو د لېرې کولو، په خپلو پښو درېدو او د هېواد د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا شاهدان وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بيارغاونې په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي پلټونکې ادارې په خپل نوي رپوټ کې ويلي چې په ٢٠٢٢ کال کې په افغانستان کې د بيوزلۍ او وزګارتيا کچه لوړه شوې ده.
په رپوټ کې ويل شوي چې د پخواني حکومت له نسکوريدو وروسته له ٧٠٠ زرو څخه تر٩٠٠ زرو تنو پورې خلکو په افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو د سیګار رپورټ له واقعیته لرې بللی او زیاته کړې یې ده چې په بهرنيو بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو کنګل کېدل، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او د بيوزلۍ او وزګارتيا د زياتوالي سبب شوي دي.
\ ج