خبرونهفرهنګټولنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا / سر له سبا په ټول هېواد کې څلور ورځې عمومي رخصتي ده

کابل، د چنګاښ۱۶مه، باختر

د افغانستان د سترې محکمې د خبرتیا پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د لوی اختر په مناسبت سر له سبا په ټول هېواد کې د څلورو ورځو لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د یاد وزارت له لورې باختر آژانس ته د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې سبا جمعه د چنګاښ ۱۷مه د عرفې ورځ او شنبه، یکشنه او دوشنبه د لوی اختر ورځې دي.
د هېواد ۹۶۶ ګڼې د کار قانون ۴۱ مې مادې پربنسټ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته