خبرونهاقتصاد

د کانونو او پتروليم وزارت په ۶ ورځو کې څه د پاسه٣٣٢ ميليونه افغانۍ عوايد  راتول کړي دي

کابل، د غوايي١٨مه، باختر

د کانونو او پتروليم وزارت مسوولين وايي چې په ۶ ورځو کې يې  له کانونو څخه  څه د پاسه  ٣٣٢ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د کانونو او پتروليم وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ۶ ورځو کې د هېواد له کانونو څخه ٣٣٢ميليونه ٨ سوه زره

افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه شمېر د پخوا په پرتله زياتوالى ښيي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته