خبرونهاقتصادفرهنګTOP

د کانونو او پترولیم او د اطلاعاتو او فرهنک وزیرانو لوګر ته سفر وکړ

کابل، د غبرګولي ۲۷ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه او ورسره مل پلاوي لوګر ته په سفر کې د مس عینک کان وکوت.
یاد هیئت د مس عینک کان د قراردادي چینايي شرکت له استازو سره هم خبرې اترې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په یاد ولایت کې به د تاریخي اثارو لازمه ساتنه او د مس عینک کان د چارو پرمختګ په برخه کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او ښاغلي دلاور وویل چې د مس عینک کان د استخراج چارو په پیل کېدو سره به زیات شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي چې د خلکو پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.
د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د کانونو د استخراج چارې پیل شوې چې پر مټ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته