کابل، غبرګولي۵مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د ۲۹/۲/۱۴۰۱ څخه تر ۴/۳/۱۴۰۱ نېټې پورې ټول ۲۷۷میلیونه، ۸۹۳ زره او ۱۹۴ افغانۍ عواید راټول کړي.
یاد وزارت وايي د عوايدو راټولولو لړۍ يې په پوره روڼتیا او شفافیت سره روانه ده او هیله مندي ښيي چې په راتلونکو اونیو کې به يې د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د دولتي ادارو د عوايدو کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده چې په اداراتو کې د فساد د کمېدو او د عوايدو لړۍ په روڼتیا دلالت کوي.
افغانمل