خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ (۲۴۸) میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

 کابل، دغوايي ۳۱ مه ،  باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي  د ۲۲/۲/۱۴۰۱ څخه تر ۲۸/۲/۱۴۰۱هـ نېټې پورې

۲۴۸ میلیونه ۴۴۶ زره ۵۲۰ افغانۍ عواید راټول کړي.

یاد وزارت وايي د عوايدو راټولولو لړۍ يې په پوره روڼتیا او شفافیت سره روانه ده او هیله مندي ښيي چې په راتلونکو اونیو کې به يې د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د دولتي ادارو د عوايدو کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده چې په اداراتو کې د فساد د کمېدو او د عوايدو لړۍ په روڼتیا دلالت کوي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته