سیاستخبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي معینان معرفي شول

 کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ‌الحدیث شهاب الدین دلاور، نن د دغه وزارت نوي معینان معرفي کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، انجنیر وحیدالله حلیمي د تخنیکي معین، شیخ ضیاء الرحمن آریوبي د پالیسۍ معین، مولوي حسام الدین صابري د مالي او اداري معین او انجینیر نورالله ستانکزی د سروې جیولوجي معین په توګه د دغه وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته معرفي کړي دي.

په دغو مراسمو کې په داسې حال کې چې د ریاست الوزرا عالي مقام استازو او د یو شمېر وزارتونو معینانو او مسئولینو ګډون کړی و؛ شیخ‌الحدیث شهاب الدین دلاور وویل: “په افغانستان اسلامي امارت کې قومي، ژبني او نژادي مسایلو ته هېڅ ځای نشته او په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان اوسني نسل ته تر بل هر وخت ستر مسئوليت متوجه دی، چې د دې ستر هدف لپاره لاسونه سره يو کړي او د دغه ستر هدف لپاره چې د خلکو آرامۍ، د افغانستان آبادۍ او اقتصادي پرمختګ دی؛ هلې ځلې وکړو. ”

په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت نویو معینانو، د عاليقدر امیرالمؤمنین او د یاد وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د وزارت په ملاتړ به هڅې وکړي چې خپلې دندې په ښه ډول او د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو مطابق ترسره کړي.

دغه راز په دغو مراسمو کې د شهيدانو او معلولينو معین مولوي عبدالحکيم حقاني او د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت استازي شیخ محمد یحیی هم په خپلو خبرو کې، د کانونو او پټروليم وزارت پر کارکوونکو غږ وکړ چې خپل کارونه په پوره صداقت، اخلاص او ایماندراۍ سره ترسره کړي او د الله (ج) له درباره یې ورته د چارو د لا ښه پرمخ بیولو لپاره د بریالیتوب هیله وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت نوي معینان، د امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده د(۲۶/۱۰/۱۴۴۳) نېټې د ۷۲۲ج۱ شمېره فرمان پر اساس ټاکل شوي وو چې نن یې په رسمي ډول خپل کارونه پیل کړل.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته