ښوونه او روزنه

د کانکور آزموينو پایلې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې اعلانېږي

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د ١۴٠٠ کال د لوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت د کانکور آزموينو پایلې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې اعلانېږي.
د آزموينو ملي ادارې وياند پوهنوال دوست محمد فيضي باختر آژانس ته وويل چې د ۱۲ټولګيو د فارغانو د ١۴٠٠ کال په کانکور آزموينه کې له ټول هېواد څخه څه دپاسه ٢١۶زرو داوطلبانو چې ۴۰ سلنه يې نجونې دي، ګډون کړی و.
هغه زياته کړه: د کابل ولايت په کانکور آزموينه کې ۵۸ زره ۳۲۶ داوطلبانو ګډون کړی و چې له دې جملې څخه ۲۵ زره ٣۴٧ تنه يې نجونې وې.
د آزموينو ملي ادارې وياند وويل: د هېواد د روان کال د کانکور آزموينو د برخه والو له جملې څخه هغه کسان چې په آزموينه کې بريالي شوي دي، ۷۰ زره يې د لوړو زده کړو په موسسو او ۶۰ زره نور يې د نيمه لوړوزده کړو په موسسو کې په مرکز او ولايتونو کې منل کېږي.
پوهنوال فيضي څرګنده کړه: هغه داوطلبان چې په کانکور آزموينه کې د کاميابۍ نمرې ترلاسه کړې دي، خو په خپلو پنځه ګونو ټاکنو کې نه دي بريالي شوي، د خصوصي لوړو زده کړو موسسوته معرفي کېږي.
هغه زياته کړه: که چېرې د آزموينو د پایلو په بهير کې له کومې تخنيکي ستونزې سره مخ نه شي، د روان کال د کانکور آزموينو نتيجې تر راتلونکو لسوو رځو اعلانېږي.
ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته