اعلامیهTOP

د کب د لسمې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

کابل / د کب ۱۰ مه / باختر

نن د کب لسمه د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکا له متحده ایالتونو سره د اشغال د خاتمې د تاریخي تړون له لاسلیکولو سره برابره ده.

دغه ورځ  چې یاد تړون په کې لاسلیک شو  او زموږ د ملت د جهاد او قربانیو له امله، وروسته له شلو کالو څخه د امریکایي ځواکونو وتو ته زمینه برابره شوه، د  ګران هېواد په تاریخ کې د یوې بلې ویاړمنې ورځې په توګه ثبت شوه، چې له امله یې د  افغانستان اسلامي امارت  ټول افغان غیرتي او مجاهد ملت ته مبارکي وایي.

د کب لسمه زموږ د هېواد د نورو تاریخي ورځو په څېر د افغان مجاهد ملت  د شاهکارونو او میړانو ښکارندویي کوي  او د افغان  مسلمان او  په ازادۍ مین  ملت د هویت  ساتلو ورځ ده.

الحمدلله افغان مسلمان اولس په تېره یوه پېړۍ  کې  درې ځله د بې ساري قربانیو په ورکولو سره  د جهاد او مبارزې په ډګر کې خورا ښه امتحان ورکړ او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي يې په ویاړ سره وګټله.

دې ورځې وښوده، چې افغانانو کې د ازادۍ غوښتنې کلکه اراده موجوده ده او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره قوي عزم او پوخ هوډ لري.

دا چې افغانانو په تېرو سلو کلونو کې په پرلپسې توګه یرغلګر ځواکونه په ګونډو کړي  او له خپل هېواد څخه یې شړلي او د خپل هیواد ازادي یې ترلاسه کړې ده، په کار ده، چې نور نو  تیريګر هیوادونه له افغانانو سره  د دښمنۍ او کینې لار پرېږدي او له اسلامي امارت سره د متقابل درناوي په بنسټ ولاړ تعاملات پیل کړي.

افغانان  سوله او امن غوښتونکی ملت دی، دا چې اوس تازه  ارام او هوسا ژوند تجربه کوي، باید نړۍ یې لاس نیوی وکړي او د فرصتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل موقف او پالیسۍ له مخې د بل هيڅ هیواد پر وړاندې د زیان او ګواښ پیښولو اراده نه لري، همدا راز له نورو هیوادونو څخه هم غواړي، چې له افغانانو سره د ښو او حسنه اړیکو دروازې پرانیزي، تر څو د ټولو هغو ننګونو چې احتمال یې لیدل کیږي، مخه ونیول شي.

د افغانستان اسلامي امارت  تر قیادت لاندې مجاهد ملت  به په راتلونکي کې هم د پخوا په شان د دښمنانو د هر راز نیرنګونو او دسیسو پر وړاندې  حساس او ویښ وي او د خپلو اسلافو د جهادي فکر او ازادۍ غوښتنې لار به تعقیوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته